د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د پولیسو له روزنیز مرکز څخه د نږدې ۹۰۰ پولیس افسرانو د فراغت مراسمو کې ویلي، افغانستان نن یو خوندي هېواد دی او د نورو هېوادونو لپاره هېڅ ډول ګواښ نشته. نوموړي زیاته کړه، د دوحې د خبرو پر مهال شوې دا ژمنې چې د افغانستان له خاورې به نورو ته هېڅ ګواښ نه پېښېږي، عملي شوې دي او دغه راز له افغانستان سره د شته ننګونو د حل لپاره د خبرو اترو دروازې پرانیستې دي. ورته مهال، د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال، رحمتالله نجیب دغو مراسمو کې ویلي، د پولیسو دا فراغت او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کېدل به د خلکو د امنیت او ارامۍ د زیاتېدو لامل شي.



































