د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو د ډزې کوونکي رحمان الله لکڼوال دوسیه د امریکا له سترې محکمې څخه ایالتي محکمې ته لېږدول شوې ده. فاکس نیوز ویلي، پر نوموړي د فدرالي تورونو زیاتېدل او د محکمې د صلاحیت بدلون ښايي دې ته لاره هواره کړي، چې پر نوموړي د اعدام سزا د تطبیق امکان وڅېړل شي. امریکایي رسنۍ وایي، دا بدلون حقوقي بهیر ته نوی پړاو ورکوي او د قضیې ارزونه به لا جدي کړي. رحمانالله لکڼوال د روان کال د لیندي په شپږمه نېټه د واشنګټن ډيسي په څنډه کې، سپینې ماڼۍ ته نږدې، د امریکا د ملي ګارد پر دوو سرتېرو د ډزو په تور نیول شوی دی. د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې دواړه سرتېري ټپیان شوي او لکڼوال هم ټپي شوی و، چې وروسته یوې ټپي شوې سرتېرې د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې سا ورکړه.



































