د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د مرغومي د شپږمې په مناسبت مراسمو کې وویل، افغانان د بېلابېلو پېښو پر وخت سره متحد شوي دي. نوموړي وویل، د افغانستان او ګاونډي هېواد ترمنځ وروستي کړکېچ په کور د ننه او بهر د یادې مسلې په اړه افغانان سره متحد کړل. متقي وویل، له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د راستنېدلو او طبیعي پېښو پر وخت افغانانو د یو او بل لاسنیوی کړی دی. هغه دغه راز د افغانستان او تاجکستان په سرحد کې وروستۍ پېښې ته په اشارې وویل، د یادې پیښې په تړاو جدي څېړنې پيل شوې دي. متقي زیاته کړه، د تاجکستان له بهرنیو چارو وزیر سره يې اړیکه نېولې او د دې ستونزو مخنیوي لپاره يې په ګډ کار کولو خبرې کړې دي.



































