د اروزګان د چنارتو ولسوالۍ لپاره د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت نوې اداري ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د اروزګان ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، یاده ودانۍ په درېیو پوړونو کې جوړه شوې، چې ۳۶ اداري خونې او نور اړین ملحقات لري. د یادې ولسوالۍ د مسوولینو په خبره، له دې مخکې د ودانۍ د نشتون له امله له سختو ستونزو سره مخ وو چې د يادې ودانۍ له پرانیستلو سره به ټولې ستونزې هوارې او ولس ته به پر خپل وخت خدمات وړاندې شي.



































