د هرات د کانونو او صنعت خونې ویلي، چې په دې ولایت کې د غالیو او فرشونو د تولید شل فابریکې فعالیت کوي او د لوړ کیفیت لرونکو فرشونو او ماشيني غاليو له لارې د افغانستان نږدې نیمایي کورنی بازار تمویلوي. د دغه خونې د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولایت کې شل تولیدي فابریکې د فرشونو او ماشيني غاليو په تولید بوختې دي، چې د هېواد د کورني بازار شاوخوا ۴۵ سلنه اړتیا پوره کوي. یادې خونې ویلي، چې د هرات تولیدي غالۍ او فرشونه د کیفیت له پلوه د وارداتي توکو سیالي کوي او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې بازار لري. د دوی په وینا، د دغو فابریکو فعالیت نه یوازې د کورني تولید د پیاوړتیا سبب شوی، بلکې د سلګونو کسانو لپاره یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.



































