د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. په خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، فرصتونو او ستونزو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي. ښاغلي متقي ویلي، چې له افغانستانه بهرنیو ځواکونو له وتلو او جګړې له پای ته رسېدو ۴ کاله وروسته، دواړو هېوادونو نوی تعامل پیل کړی او اوس د اړیکو پراخېدو ته مناسب فرصتونه شته دي. زلمي خلیلزاد بیا په افغانستان کې د امنیت تأمین او د بیارغونې برخو کې پرمختګونه ستایلي او د دوامدارو ناستو او خبرو پر اهمیت یې ټینګار کړی دی.



































