د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس ذاکر جلالي ویلي، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اشغال شل کلنه دوره یو استثنايي پړاو و او له هغې ورهاخوا د دواړو هېوادونو په اړیکو کې دا مهال کوم جدي خنډ نه لیدل کېږي. نوموړي ویلي، اوسنی تعامل داسې پړاو ته داخل شوی چې د اړیکو د رغېدو او پراختیا لپاره فرصتونه پکې شته. جلالي د دوحې هوکړه د عملګرایۍ نښه بللې او زیاته کړې، چې دواړه لوري کولی شي د تېر پر ځای پر واقعبینانه تګلاره تمرکز وکړي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا مخکنی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې کړې دي.



































