د دایکندي ولایت اوسېدونکو روان کال په خپل شخصي لګښت د ۶۸ ښوونځیو او دیني مدرسو ودانۍ جوړې او یا هم بیارغولې دي. د دایکندي د پوهنې ریاست ویلي، چې د دغو ودانیو د جوړولو او ترمیم لپاره شاوخوا ۲۶ میلیونه افغانۍ لګول شوې دي. د مسوولینو په وینا، دغه ولسي اقدام د ښوونیز وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول لوبولی او د ودانیو د کمښت یو شمېر ستونزې یې جبران کړې دي. د پوهنې برخې کارپوهان دا هڅه د ټولنیز پوهاوي، ګډ کار او د زدهکړو د ودې لپاره روښانه بېلګه بولي.



































