د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، چې د څه باندې ۵۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت له دوو موسسو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک شول. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تړونونو پر اساس به یادې پیسې په تورخم فرضي کرښه کې د خدمتونو وړاندې کولو او په ننګرهار، بادغیس، هرات او فراه ولایتونو کې د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې په لګښت رسوي.



































