د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د خلکو د ژوند له ستونزو سره مخامخ کېدل د هغه ورځنۍ اندېښنه ده او ډاډ ورکوي چې د پولي ثبات د ټینګښت او د بانکي نظام د سمون لپاره جدي اقدامات روان دي. نوموړي د کورنیو چارو وزیر ته سپارښتنه کړې چې د لاریون کوونکو له استازو سره خبرې وکړي او د هغوی غوښتنې واوري. په همدې حال کې د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف ویلي، چې د خلکو اندېښنې او اعتراضونه باید په پوره مسوولیت واورېدل شي، خو خبرداری یې ورکړی چې ځینې کړۍ هڅه کوي ولسي غوښتنې ګډوډې کړي او لاریونونه په تاوتریخوالي واړوي. په ایران کې د تومان پر وړاندې د ډالر بیې د لوړېدو او ناسم اقتصادي وضعیت له امله د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې له یکشنبې ورځې راهیسې پراخ او لاریونونه روان دي.



































