د هرات ولایت د شین ډنډ ولسوالۍ په عزیزاباد سیمه کې د سېلاب له امله د اوښتې موټر سپرلۍ ژغورل شوي. هرات کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د خبرپاڼې لهمخې، نن سهار شاوخوا درې بجې یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی موټر د هرات ولایت د شین ډنډ ولسوالۍ په عزیز اباد سیمه کې سېلاب چپه کړی دی. یادې قول اردو زیاته کړې، چې تردې مهاله د دې پېښې د احتمالي تلفاتو په اړه کره معلومات نشته. دغه راز په کرخ او زاوال ولسوالیو کې هم د سېلابونو له امله بند پاتې کسان هم په بیړني ډول وژغورل شوي دي.



































