د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې په تېر زیږدیز کال افغانستان د ډیپلوماسۍ او له نړۍ سره د اړیکو په برخه کې مهم پرمختګونه کړي دي. نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د روسیې له لوري د ا.ا په رسمیت پېژندنه او د اقتصادي، سوداګریزو او سیاسي اړیکو د پراختیا لپاره بهر ته د کابینې د غړو ۹۹ رسمي سفرونه هغه څه دي، چې د یو فعال بهرني سیاست ښکارندویي کوي. مجاهد ویلي، تېرکال دفاع وزارت د امنیتي ځواکونو د روزنې شمېر څه باندې ۱۸۱ زره تنو ته ورسوه او په یوه کال کې ۱۰۰۳۰۰ پولیس په امنیتي، جنايي، سرحدي، لوجیستیکی او نورو برخو کې له روزنې فارغ شوي دي. نوموړي دغه راز په هېواد کې د بیارغونې په اړه ویلي، چې تیرکال د ۹ لویو بندونو له ډلې د ځینو چارې بشپړې شوې او نور تر کار لاندې نیول دي، ۳۴۱ واړه بندونه (چکډيمونه) ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.



































