د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د مرکزونو د ناحیو په لاسرسي وړ ساحو کې د ادرس موندنې سروې پيل کړې ده. یادې ادارې د دې سروې موخه د ډیجیټلي نقشو غنيکول، د معیاري جیوډیټابېسونو رامنځتهکول، د ځایونو او موقعیتونو دقیق ثبت او کره پتې موندنه یاده کړې ده. دغې ادارې زیاته کړې، چې د دې سروې په لړ کې د مشهورو او مهمو ادرسونو مکاني ډیجیټلي اطلاعات، د ټرانسپورټي شبکو (سړکونه او کوڅو) توصیفي اطلاعات، د سوداګریزو، استوګنې او نورو لوړپوړیزو ودانیو مکاني اطلاعات راټولېږي.



































