په پاکستان کې پر افغان کډوالو د فشارونو له دوام سره زرګونه افغان کورنۍ لا هم له سختو بشري ستونزو سره مخ دي. کډوال وایي، د قانوني اسنادو نشتوالی، جبري ایستل، پراخې نیونې او د مېشتځایونو نړول د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په وروستیو اونیو کې د افغان کډوالو نیونې زیاتې شوې او یوازې د ډسمبر له ۱۴مې تر ۲۰مې پورې دا کچه ۱۴ سلنه لوړه شوې ده. بلخوا، افغان حکومت وایي چې له پاکستانه بېرته راستانه کېدونکو کډوالو ته خوراکي توکي، کالي، نغدي مرستې او لنډمهاله سرپناه برابروي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېسارۍ هم ویلي چې روان کال تر اوسه له پاکستان څخه تر یو میلیون زیات افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.



































