د پکتیکا ځایي چاواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ښرنه کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د څه باندې ۹۵ میلیونه افغانیو په لګښت د دوه مېګاواټه، ۲۴ ساعته لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده. د یادې پروژې د پرانیستې په مناسبت جوړې شوې غونډه کې د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت دا پروژه د ښرنې ښار اوسېدونکو لپاره یوه ستره لاسته راوړنه بللې او زیاته کړې یې ده، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به د خلکو د برېښنا اړتیاوې تر یوې کچې پوره شي. د اباسین بهار خصوصي شرکت مسئول دوست محمد ځونډي ویلي، چې یاده برېښنا په لومړي پړاو کې د ښرنې ښار اوسېدونکو او حکومتي ادارو ته برابره شوې ده.




































