د کډوالۍ نړیوال سازمان(ای او ایم) راپور ورکړی، چې لا هم په افغانستان کې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی له ننګونو سره مخ دی. یاد سازمان زیاته کړې، چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۵۰۸ زرو او ۴۳۱ راستنېدونکو، بې ځایه شویو او زیانمننوکو کورنیو ته روغتیايي سلا مشورې ورکړل شوې دي. په راپور کې راغلي چې په دغه ملاتړ کې عمومي روغتیايي خدمات، رواني سلا مشورې او رواني – ټولنیزې مرستې شاملې دي. د راپور له مخې، ۶۴ زره او ۹۴۷ ښځې له روغتیايي خدماتو برخمنې شوې او څه د پاسه ۹۱ زره ماشومان د خوارځواکۍ له اړخه لیدل شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان زیاته کړې چې څه باندې ۴۸ زرو کسانو رواني او رواني – ټولنیزې سلا مشورې ترلاسه کړې دي.




































