د برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر د ترکي شرکت «تیکنیلیګوس» له مسوولینو سره د برېښنا د تولید او تاسیساتو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي. سرچینې ویلي، چې ترکي لوري د بیا نوې کېدونکې انرژۍ، تاسیساتو او ټکنالوژۍ په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. دافغانستان د برېښنا شرکت مسوولینو بیا ډاډ ورکړی، چې د شفافې حکومتولۍ او خوندي چاپېریال له امله د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.




































