د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د باور ځانګړي صندوق خبر ورکړی، چې تېر کال یې ۲۴.۷ میلیونه ډالر ترلاسه کړي او یو ميلیون اړمنو خلکو ته یې مرستې رسولي دي. یاد صندوق زیاته کړې چې د هغو کسانو ۴۰ سلنه ښځې او نجونې دي چې ملاتړ یې شوی دی. دغه صندوق ۲۰۲۵ کال د هيلې او مقاومت کال بللی دی. ځانګړي صندوق ټینګار کړی چې له شریکانو سره په همکارۍ بیارغونې ته دوام ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ۲۰۲۵ کال د افغانستان لپاره یو ستونزمن کال بللی دی.




































