کرملین ماڼۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د روسیې او تاجکستان ولسمشرانو د دوهاړخیزو همکاریو، سیمهییزو مسایلو او د افغانستان د وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړي دي. د خبر پاڼې له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان په ټلیفوني خبرو کې د سیمې پر موضوعاتو او امنیتي مسایلو خبرې کړې دي. په خبر پاڼه کې دغه راز دواړو لورو د خپلو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک مشارکت او اتحاد د لا پیاوړتیا لپاره پر متقابلې ژمنتیا هم ټینګار کړی دی. که څه هم په خبرپاڼه کې د افغانستان په اړه د خبرو جزییاتو ته اشاره نه ده شوې، خو ویل کېږي چې د ټلیفوني تماس اصلي محور د افغانستان وضعیت او د سیمې لپاره د هغه امنیتي پایلې وې.




































