د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران څخه ۴۰۵ کورنۍ راستنې شوې دي. باخبر خبري آژانس خبرورکړی، چې پرون د نيمروز د ورېښمو پله لارې ۱۴، د هرات د اسلام کلا له لارې ۲۱، د کندهار د سپين بولدک له لارې ۵۱ او د ننګرهار د تورخم له لارې ۳۱۹ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. سرچینې ویلي، چې ۱۹ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې، ۴۰۹ راستنو شويو ته سيمکارتونه او سلګونو کورنيو ته مرستې وېشل شوې دي.




































