د افغانستان د ا.ا مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په تېر ۲۰۲۵کال کې له ګاونډیو هېوادونو بېرته را ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره ۱۲۴زره او ۶۷۴ جریبه ځمکه ځانګړې شوې او د اړتیا په صورت کې به نوره ځمکه هم ورته ځانکړې شي. نوموړي د ۲۰۲۵کال د راپور په خپرولو سره ویلي، چې تر دې دمه په بامیان، لغمان، بلخ، کندوز او کندهار ولایتونو کې پر ۲زره او ۶۹۸ کورنیو نمرې وېشل شوې دي او دغه لړۍ لاهم دوام لري. د نوموړي په خبره؛ له دې ډلې ۴۱ ښارګوټي تثبیت شوي، د ۳۴ ښارګوټو سروې هم ترسره شوې او د ۷ نورو ښارګوټو چارې تر کار لاندې دي.




































