د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په تېرو درېیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو واورو، ورښتونو او سېلابونو له امله ۱۲کسان تنه مړه شوي او ۱۱نور ټپیان دي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په کاپیسا، پروان، دایکندي، ارزګان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، هرات او فراه ولایتونو کې ۲۷۴ کورونه په بشپړ ډول او ۱۵۵۸نور په نیمه ډول ویجاړ شوي دي. دغه راز، د ورښتونو او سېلابونو له امله اته جوماتونه، ۱۰۷۱ څاهګانې او کاریزونه او نږدې ۱۳۹۴۱ جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده. د یادې ادارې ویاند محمد یوسف حماد ویلي، چې په ټولیز ډول ۱۸۵۰ کورنۍ زیانمنې شوې او ۲۱۹ کورنۍ بېځایه شوې دي.




































