د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د کابل او د عمان پلازمېنې مسقط ترمنځ د مستقیمو الوتنو د پیل له هوکړه خبر ورکړی. یاد وزارت ویلي، چې په دغو مراسمو کې د هوايي چلند او ټرانسپورټي همکاریو په اړه هر اړخیز بحث وشو او دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي اړیکو د پراختیا مهم ګام بلل کېږي. همداراز، د عمان د ټرانسپورټ وزیر د ځمکني ټرانسپورټ د همکاریو د پراخولو ډاډ هم ورکړی دی.




































