د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د ښه ګاونډیتوب د تګلارې له مخې یې له پاکستان سره د جګړې تمه نه لرله او ټینګار کوي چې جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده. نوموړي د کابل او اسلاماباد ترمنځ وروستۍ ترینګلتیاوې د ځینو ځانګړو کړیو د هڅو پایله بللې او ویلي یې دي چې ټيټيپي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او دغه ډله په هماغه هېواد کې فعالیت لري. مجاهد همداراز ټینګار کړی چې ا.ا د شل کلنې جګړې پر مهال د هېڅ هېواد پر مرستې متکي نه و او جګړه یې د افغانستان له خاورې دننه کړې ده.




































