د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ لپاره نوې اداري ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د غور ولایت د دفتر رییس غوثالدین قانع ویلي، چې دا ودانۍ به د اداري ستونزو د هواري ترڅنګ د خدماتو د وړاندې کولو بهیر اسانه کړي او د حکومتي جوړښت د پیاوړتیا لامل به شي. د غور د والي ویاند محمد صادق رصاص ویلي، یاده اداري ودانۍ د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت په دوو پوړونو کې په اساسي ډول جوړه شوې ده. مسوولینو ویلي، چې د دې ډول ټولګټو تاسیساتو جوړېدل د اداري چارو د ښه سمون او ولس ته د خدمت رسونې په برخه کې یو اغېزناک ګام دی.




































