د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال د ایران د کرنې وزارت د اوبو او خاورې له مرستیال سره په لیدنه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. کرنې وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د دواړو لورو د خصوصي سکټور پانګونې، د افغاني محصولاتو بازارموندنې او د ترانزیټي اسانتیاوو د برابرولو پر اهمیت ټینګار وکړ. افغان سوداګرو د خوراکي هګیو، نطفهدارو هګیو او یو ورځنیو چرګوړو د وارداتو اړتیاوې له ایراني چارواکو سره شریکې کړې. دغه لیدنه د دواړو هېوادونو د دوامدارو همکاریو او د خصوصي سکټور د رول د پیاوړتیا په موخه ترسره شوې ده.




































