د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې د هېواد په شپږو زونونو کې د ۵۰۰۰ ټنه په ظرفیت د اته بابه سړو خونو د جوړېدو چارې روانې دي. د یاد وزارت ویاند شېر محمد حاتمي ویلي، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به وطني میوې او سبزیجات په ښه توګه وساتل شي. د نوموړي په وینا، چین هم پلان لري چې په کابل او بلخ ولایتونو کې د ۱۵۰۰ ټنه ظرفیت لرونکې درې سړې خونې جوړې کړي. کرنې وزارت ټینګار کړی، چې د سړو خونو پراختیا به د بزګرانو ملاتړ او د حاصلاتو د ضایع کېدو مخه ونیسي.




































