د افغاني سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې د سړې هوا له زیانونو د ژغورنې په موخه یې په کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمني توکي وېشلي دي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په یاده مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره د نارینه وو، ښځو او ماشومانو جمپرونه، جاکټونه، بوټان، جرابي، پړوني، کمپلې او نور اړین توکي شامل و، چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې پر تازه راستنو شویو کورنیو وېشل شوې دي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهابالدین دلاور راستانه شوي کډوال د هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره مهم بللي او له راستانه شویو کډوالو سره یې پر دوامداره مرستو ټینګار کړی دی.




































