د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف ویلي، چې تېره میاشت په افغانستان کې شاوخوا ۱.۲ میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ لپاره معاینه شوي، چې له دې ډلې نږدې ۳۳ زره ماشومانو درملنه ترلاسه کړې؛ خو لا هم ۸۵۷ زره ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. یونیسف ویلي، د نومبر په لومړیو کې د هېواد په شمال کې شوې ۶.۳ درجې زلزلې پر زیانمنوونکو ټولنو اغېزمنه وه او ورسره هممهاله د ماشومانو د غذایي وضعیت د څېړنې او درملنې پراخ کمپاین هم ترسره شوی دی. د راپور له مخې، په همدې میاشت کې د شري واکسین د ملي کمپاین دویم پړاو بشپړ شو، چې پر مهال یې ۸.۳ مېلیونه ماشومان واکسین شول او په ټول هېواد کې د واکسین شوو ماشومانو شمېر ۱۶.۷ مېلیونو ته ورسېد. یونیسف له نړۍوالو همکارانو د ماشومانو د روغتیا او ژغورنې لپاره د اضافي مرستو غوښتنه کړې ده.




































