د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یونسکو په غزني ولایت کې د لرغونو اثارو د درې بعدي او ډیجیټلي کولو بهیر پیل کړی دی. د سیمهییزو مسوولینو په وینا، یونسکو تر اوسه د یوې همکارې موسسې په مرسته په غزني کې ۴۵۰ تاریخي او لرغوني اثار درې بعدي او ډیجیټل کړي دي. د غزني د اطلاعات او فرهنګ رییس، حمید الله نثار وایي، دا بهیر به د تاریخي شتمنیو د خوندیتوب، د قاچاق د مخنیوي او د زیان د خطرونو د کمولو ترڅنګ، د علمي څېړنو، مستند کولو او نړۍوال پوهاوي د پراختیا لپاره مهم رول ولوبوي. نوموړی وایي، د دې بهیر تر بشپړېدو وروسته به د لرغونو اثارو لپاره ځانګړی سایټ او مجازي موزیم هم جوړ شي.




































