په هرات کې د روزنک تمځای مسوول غلام ولي محمدي ویلي، د هرات–خواف رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته د سمنټو واردات د پام وړ زیات شوي او یوازې تېره میاشت شاوخوا ۴۳زره ټنه سمنټ هېواد ته وارد شوي دي. نوموړي ویلي، چې د هرات–خواف رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته له ایران، چین، ترکیې او یو شمېر عربي هېوادونو څخه واردات ترسره کېږي. د هغه په خبره؛ په دغه تمځای کې سوداګرو ته مناسب امکانات برابر شوي؛ څو خپل توکي په اسانه توګه انتقال کړي. نوموړي زیاته کړې، چې د یاد تمځای له فعالېدو سره نه یوازې د سوداګرۍ بهیر چټک شوی؛ بلکې سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.




































