د ا.ا غړي انس حقاني د خوست په یوه دیني مدرسه کې د فراغت غونډې ته په وینا کې له حکومتي مسوولینو وغوښتل چې له خپل علم او منصب څخه داسې استفاده ونه کړي چې خلک له اسلام او دین څخه متنفر شي. نوموړي ټینګار کړی چې دیني عالمان باید له تواضع کار واخلي، ځانونه د خلکو خادمان وبولي او د دعوت چارې د خلکو حساسیتونو ته په پام ترسره کړي. په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال حاجي ماليخان صدیق هم له دیني عالمانو وغوښتل چې د خلکو ستونزې په رښتیني ډول چارواکو ته ورسوي او هغوی خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه کړي.




































