د هرات ولایتي چارواکو ویلي، چې په ۲۰۲۵ زیږیز کال کې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۳۵۰ لویو او کوچنیو تولیدي کارخونو خپل عملي فعالیت پيل کړی. د هرات د والي ویاند، محمد یوسف سعیدي ویلي د صنعتکارانو هر اړخیز ملاتړ، د پانګهوالو لپاره اسانتیاوې او د جوازونو د ورکړې د بهیر اسانه کېدل د صنعتي ودې مهم لاملونه بلل کېږي. نوموړي ویلي، د یادو کارخونو پراختیا نه یوازې کورنی تولید پیاوړی کوي، بلکې د سلګونو کسانو لپاره د کار زمینه هم برابروي.




































