د لغمان د مرکز مهترلام ښاروال رحمتالله شهامت دغه ولایت کې خلکو ته د حسابورکولو غونډه کې ویلي، چې د تېر کال د لومړیو درېیو ربعو عواید یې ۶۹ مېلیونه افغانۍ وو؛ خو سږ کال یې له بېلابېلو عایداتي سرچینو څخه ۷۶ مېلیونه افغانۍ راټولې کړي چې ۷ میلیونه افغانۍ زیاتوالی پکې راغلی. غونډه کې ښاریانو له مسوولینو غوښتنه کړې چې د ښار پراخوالي لپاره دې د ښار منځ کې دولتي تاسیسات په سوداګریزو مارکېټونو بدل کړي.




































