د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت وزیر مولوي امير خان متقي او د عمان د بهرنيو چارو وزير بدر بن حمد البوسعيدي ټلیفوني خبرې کړې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په دې خبرو کې د افغانستان او عمان پر دوه اړخيزو اړيکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو، ټرانزیټي او ترانسپورتي همکاريو د پراختيا په تړاو هر اړخیزې خبرې شوې دي. مولوي امیرخان متقي په دې ټلیفوني خبرو کې خپل عماني سيال ته کابل ته د سفر بلنه ورکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په لوړه کچه سلا مشورې گټورې وبللې. د عمان د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تګ – راتګ د همکاريو د پراختيا لپاره مهم وباله او ویې ویل،چې په نږدې راتلونکي کې به د عمان د هوايي چلند تخنيکي پلاوی کابل ته سفر وکړي.




































