د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام خبر ورکړی، چې په هرات ولایت کې یې یو ښوونځی بیا رغولی او د ۸۰۰ زدهکوونکو لپاره د زدهکړې زمینه برابره شوې ده. دغه پروګرام زیاته کړې، چې د «قوشآسیاب» ښوونځی یې، چې د هرات د زلزله په پایله کې وران شوی و، بیا رغولی دی. د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ټینګار کړی چې اوس دغه ښوونځی یو خوندي ځای ګرځېدلی دی. یاد پروګرام تر دې وړاندې هم په هرات ولایت کې د څو نورو هغو ښوونځیو د بیا رغونې خبر ورکړی و، چې د دوه کاله مخکې د زلزله په پایله کې وران شوي وو.




































