د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سکرتر له ولسمشر غنی سره په ټیلیفونی اړیکه کې هغه ته ویلی چې حمدالله محب له دې وروسته امریکا ته سفر نشي کولی او د امریکا سیاسي او پوځي چارواکي له محب سره له ملاقات او اړیکو منع شوي دي. رویټرز خبري اژانس ته موثقو سرچینو ویلي دي، چې امریکايي حکومت له حمد الله محب ناراضه دی نو ښايي ولسمشر یې له دندې ګوښه کړي. ویل کیږی چې امریکا د افغانستان د ملي امنیت شورا د کارکونکو د تنخوا او مالي مصارفو په برخه کې کیدونکې مالي مرسته هم درولې ده.



































