په کابل کې د امریکا سفارت وایي، ترهګر هڅه کوي د نوي کال په جشنونو کې ځینې هدفونه په نښه کړي. په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، وسله والې ډلې غواړي د نوي کال د نمانځنې پر مهال د ځینو کورنیو هدفونو تر څنګ بهرنۍ موسسې او وګړي هم په نښه کړي. سفارت سپارښتنه کړې چې د نوي کال په مراسمو کې دې امنیتي تدابیر سخت کړل شي او بهرني وګړي دې له ډېر تګ راتګ ډډه وکړي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې ددغه سفارت کارکوونکي او په افغانستان کې مېشت امریکايي وګړي دې خپلو امنیتي تدابیرو ته متوجه وي.



































