د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د افغان حکومت دا پرېکړه چې خپل سفیر یې له اسلام اباده کابل ته غوښتی دی غیر سنجیده وه. د ډیلي ټایمز د خبر له مخې هغه ویلي، افغان حکومت خپل سفیر په داسې حال کې ورغواړي چې طالبان او امریکا د افغان سولې په اړه په خبرو بوخت دي او ممکن د هغه د غوښتلو یو لامل هم همدا وي چې دوی له خبرو لرې پاتې شوي دي. نوموړي زیاته کړې، لومړي وزیر عمران خان د افغان سولې او ټاکنو په اړه خبرې کړې دي خو زیاتوي چې نباید د هغه له خبرو غلط تعبیر واخیستل شي. نوموړي ویلي، پاکستان په افغانستان کې سوله غواړي او د یاد هېواد امنیت خپل امنیت بولي خو په خبره یې دوی په دې هېواد کې د داسې سولې غوښتونکي دي چې د ټولو افغانانو غوښتنو ته پکې درناوی وشي.



































