د هېواد د دفاع وزارت وایي، د جنګ په میدان کې د هند د چورلکو نوې مرسته کارنده ده. دا څرګندونې د یاد وزارت ویاند زبیر عارف کړې دي او زیاته کړې یې ده چې د هند لخوا مرسته کېدونکې څلور روسۍ چورلکې به په نږدې راتلونکي کې د افغان حکومت په واک کې ورکړل شي. هغه د جګړې په ډګر کې د دې چورلکو د اغېزمنتیا په اړه ویلي، چورلکې د جنګ ډګر کې د امنیتي ځواکونو پر روحیه ښه اغېز کوي. عارف دغه راز ویلي، د هند له لوري مرسته کېدونکي دا چورلکې هم بمونه غورځولی شي او هم د لایزري توغندیو ویشتلو توان لري.



































