ولسمشر غني په دې وروستیو کې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اړوند نهرسراج سیمه کې د ښځو په ګډون د یو شمېرملکي وګړو پر شهادت د ژورې خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ اړوندو مسوولینو ته د یادې پېښې د دقیقې او هراړخیزې څېړنې او د قربانیانو کورنیو ته د عاجلې رسیدګي لارښوونه کړې ده.
له ارګه خپره شوې مطبوعاتي اعلاميه وايي ولسمشرغني د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو ته د نظامي عملیاتو پر مهال د لا زیات دقت او د ملکي تلفاتو د مخنیوي دستور ورکړی او په ټینګار سره یې ویلي چې ملکي تلفات نور د زغم او منلو وړ نه دي.



































