د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې په خبري غونډه کې ویلي، چې له ایران سره هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې. نوموړي زیاته کړې«موږ هوکړې ته ونه رسېدو، ځکه هغوی زموږ شرطونه ونه منل. ونس زیاته کړې، موږ ۲۱ ساعته مذاکرات وکړل، بحثونه بنسټیز وو، خو بده خبره دا ده چې بیا هم هوکړې ته ونه رسېدو.» نوموړي ویلي، چې د دې ناکامۍ پایلې به د ایران لپاره تر امریکا ډېرې منفي وي، او ټینګار یې وکړ چې دا مذاکرات «بریالي نه وو». د هغه په وینا، امریکايي پلاوی به بېرته واشنګټن ډيسي ته ستون شي. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې یادې خبرې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او یوې احتمالي هوکړې ته د رسېدو په هدف ترسره شوې وې، خو ښکاري چې بنسټیز اختلافات لا هم نه دي حل شوي.




































