د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو په اړه ویلي، دواړه لوري باید د اوربند په تړاو پر خپلې ژمنې ټینګ پاتې شي. نوموړي ویلي، چې پاکستان به په راتلونکو ورځو کې هم د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو او خبرو اسانتیا لپاره خپله ونډه جاري وساتي. اسحاق ډار هیله څرګنده کړې چې دواړه لوري به د دوامدارې سولې لپاره خپل مثبت دریځ وساتي.




































