د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستانه نږدې ۴۰۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یادکمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۷۰۸ کورنۍ چې ۳۹۰۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي. د خبر له مخې، تېره ورځ ۱۰۶۴ راستنې شوې کورنۍ چې ۵۷۳۵ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۷۸۲ کورنیو سره مرسته شوې ده. یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۸۰۲ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.




































