د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ترکیې له سرپرست سفیر سادین ایلدز سره په لیدنه کې ویلي، چې له پاکستان سره وروستي مذاکرات تر دې دمه مثبت روان دي او هیله شته، چې تخنیکي ستونزې به د دغه بهیر خنډ نه شي. په دې لیدنه کې د سیمه ییزو تحولاتو او د اورمچي مذاکراتو په اړه هم خبرې شوي. متقي د افغانستان او ترکیې ترمنځ اړیکې مثبتې او د ترکیې د منځګړیتوب هڅې یې ارزښتناکې یادې کړې دي. د ترکیې استازي هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر ښه والي ټینګار کړی او د خپلو هڅو د دوام ډاډ یې ورکړی.




































