د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي له اسلاماباد څخه د عمان پلازمېنې مسقط ته سفر کړی دی. د مهر خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې چې عراقچي له عمان څخه بېرته اسلاماباد ته ستون شي او ورپسې روسیې ته ولاړ شي. راپور زیاتوي چې د عراقچي مل پلاوی دا مهال تهران ته ستون شوی، خو تمه ده چې د هغه له بیا ورتګ سره به یو ځل بیا په اسلاماباد کې ورسره یوځای شي. دا په داسې حال کې ده چې د ایران له لوري له امریکا سره د مستقیمو خبرو اړوند راپورونه رد شوي دي. له همدې وروسته، ډانلډ ټرمپ هم پاکستان ته د امریکايي پلاوي سفر لغوه کړی دی.




































