الجزیرې راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، که ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره مذاکراتو ته لېواله وي؛ نو کولی شي له امریکا سره اړیکه ونیسي. د راپور له مخې، ټرمپ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې ایران د خبرو د پیل لپاره د زنګ وهلو غوراوی لري. نوموړي زیاته کړې چې باوري دی له ایران سره جګړه به «ډېر ژر» پای ته ورسېږي او ادعا یې کړې، چې امریکا به بریالۍ وي. هغه دا هم ویلي چې ځینې هغه کسان چې د ایران په اړه ورسره په اړیکه کې دي، منطقي چلند کوي، خو ځینې نور بیا داسې نه دي. ټرمپ هیله څرګنده کړې چې ایران به په دې برخه کې په «هوښیارۍ» ګام پورته کړي.




































