د لوګر ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د تېر ۱۴۰۴ کال پر مهال د څه باندې ۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو مدیریت په برخه کې ۱۳ پروژې پلې شوې دي. د یاد ریاست سلاکار انجنیر فضل الرحمن عمرزي ویلي، چې دغه پروژې د مرکز پل علم په ګډون په محمداغې، څرخ، برکي برک او خروار ولسوالیو کې عملي شوې دي. د نوموړي په وینا، د دغو پروژو ټولیز لګښت ۶۷.۵ میلیونه افغانۍ دی، چې موخه یې د اوبو سم مدیریت او د خلکو لپاره د اوبو اسانتیاوو برابرول دي.



































