د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر ديميتري پيسکوف د مې په ۲۱مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې چين ته د دغه هېواد د ولسمشر ولاديمير پوتين سفر غني اجنډا درلوده او سفر یې له لاسته راوړنو ډک او خورا ګټور و.
نوموړي ويلي، پوتين له بېجينګ څخه مسکو ته ستون شوی او خپل کار يې پيل کړی دی.
د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې اعلاميې په بېلا بېلو برخو کې د روسیې او چين ترمنځ د ځانګړې ستراتېژيکې ملګرتيا د اړيکو پرمختګ ته نوي ځواک ورکړی دی.
پيسکوف زياته کړې، چې بېجينګ غواړي پر سياسي او ډيپلوماتيکو لارو چارو د اوکراين کړکېچ د حل لپاره رغنده رول ولوبوي او مسکو یې هرکلی کوي.




































