د چين د ۲۰۲۶م کال د کلتوري ځواک د ابادۍ فورم د مې په ۲۱مې نېټې د ګوانګ دونګ ولايت په شن جن ښار کې پرانيستل شو.
په دغه فورم کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړي او د دغې کمېټې د اطلاعاتو او نشراتو څانګې مشر لي شو لې ګډون او وينا کړې ده.
د فورم برخوالو مېلمنو د کلتوري چارو سمسورتيا او پرمختګ د چيني شکله عصريتوب مهمه نښه بللې او ويلي يې دي، چې چينايان دې د شي جين پينګ کلتوري مفکورې ښې زده او عملي کړي، د کلتوري اصلاحاتو او پرمختګ د خوځښت لپاره دې له ډيجټلي او ځيرکو ټېکنالوژيو څخه ښه استفاده وکړي، د کلتوري تاريخي اثارو سيسټماټيک ساتنې ته دې وده ورکړي او نړيوال انساني او کتلوري تګ راتګ او همکارۍ دې پياوړې کړي.




































